د بغلان ولایت په سطحه په ښوونځیو کې د مطالعې کلتور د عامولو په موخه کمپاین پیل شو
د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري پلخمري ښار کې د زده کوونکو ترمنځ د مطالعې کلتور پیاوړتیا او د ځوان نسل د پوهاوي کچې لوړولو په موخه کمپاین پیل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رییس وویل: مطالعه د یوې ټولنې د فکري او معنوي ودې بنسټ دی او هر څومره چې د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ پیاوړی کېږي، په هماغه اندازه به د هېواد راتلونکی روښانه وي، نوموړي زیاته کړه: له دغه کمپاین څخه موخه د زدهکوونکو هڅول دي، چې د درسي مضامینو تر څنګ، نور علمي کتابونه هم مطالعه کړي، ترڅو یې د معلوماتو کچه او فکري لید پراخ شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ټینګار وکړ، چې دا ډول پروګرامونه به په دوامداره توګه جوړېږي او هڅه کېږي چې د مطالعې کلتور د زدهکوونکو ترمنځ په یوه پیاوړي عادت بدل شي.
ورته وخت کې د بغلان د عامه کتابتون مسؤل وايي: د پلخمري ښار تر عامه کتابتون سربېره، د بغلان مرکزي، دوشي، خنجان او دهصلاح ولسوالیو کې هم عامه کتابتونونه فعال دي، چې هره ورځ لسګونه کسان د مطالعې لپاره ورته مراجعه کوي.
۱۴۴۷/۱۰/۱۴ هـ ق
