د ترکیې په انقره ښار کې د افغانستان فرهنګي آتشې د هند له فرهنګي آتشې سره ولیدل
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکیې په انقره ښار کې د هند جمهوریت د سفارت فرهنګي آتشې ښاغلي راجبیر سینګ سره ولیدل.
د لیدنې په پیل کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې قاري حمیدالله تمکین د افغانستان او هندوستان ترمنځ له تاریخي او فرهنګي اړیکو څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان او هند د ولسونو ترمنځ د پخوانیو تمدني، ژبني او هنري اړیکو یادونې ته په اشارې وویل: دغه ګډ ارزښتونه کولای شي د فرهنګي، علمي او تعلیمي برخو کې لا پیاوړو اړیکو لپاره ښه زمینه برابره کړي.
ښاغلي تمکین د افغانستان له فرهنګي برخو سره د هندوستان د جمهوریت د تلپاتې همکارۍ، ملاتړ او پاملرنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان دا مهال د فرهنګي او د خپلو ملي او تاریخي ارزښتونو د بیا راژوندي کولو په یو نوي پړاو کې دی او د دوستو هېوادونو، په ځانګړي ډول د هندستان فرهنګي همکاریو هرکلی کوي.
ښاغلي راجبیر سینګ هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي آتشه هڅې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې وستایلې او ویې ویل: هند تل ځان د افغانستان د ولسونو ترڅنګ بولي او چمتو دی چې له افغانستان سره په فرهنګي، تعلیمي، هنري او تاریخي میراثونو برخو کې لا زیاتې همکارۍ وکړي.
په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د فرهنګي پلاوو په تبادلې، د ګډو فرهنګي او هنري پروګرامونو د جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.
۱۴۴۷/۵/۳ هـ ق
