د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمېسیون نوبتي ناسته وشوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو په معینیت کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د تېرو ترسره شویو پرېکړو د تطبیق په اړه راپور وړاندې شو او د تجلا، چینار راډیوګانو او نورو رسنیو د یو شمېر خبریالانو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او اړینې پریکړې ونیول شوې.
دغه راز په دغې ناسته کې د رسنیزو چارو په لړ کې د پردیو اصطلاحاتو د مخنیوي او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې وشوې او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه د روزنیزو سیمینارونو پر جوړولو ټینګار وشو.
۱۴۴۸/۵/۹ هـ ق
