د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د بادغیس ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسؤلینو د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعات او کلتور رئیس الحاج آخندزاده مطیعالله متقي وویل: د اطلاعات او کلتور ریاست د رسنیزو کارکوونکو ګډ کور دی او ټول باید د سالم اطلاع رسونې د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي. ښاغلي متقي زیاته کړه؛ دا د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوو، د هر خبریال او رسنۍ دنده ده چې د هېواد مهم موضوعات منعکس کړي.
همدارنګه ښاغلي متقي له خبریالانو وغوښتل؛ چې د اسلامي نظام لاسته راوړنو ته په ښه ډول پوښښ ورکړي او د دې ترڅنګ خپل رسنیز مسؤلیت په رښتینولۍ او امانت دارۍ سره ترسره کړي.
د غونډې په پای کې، ګډونوالو د ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د لا ښه کېدو په موخه نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
۱۴۴۷/۴/۲۰ هـ ق
