د زمري۲۴مې (د فتحې ورځې) په مناسبت پر دېوالونو‌ د لیکنو لړۍ پیل شوې ده

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۲۰:۵۱
...

د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ ولایتي ریاستونو مسوولینو وایي، چې د زمري۲۴مې (‌د فتحې ورځې) په مناسبت پر دېوالونو د حماسي او ملي شعارونو لیکلو لړۍ پیل شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسوولین وايي، چې دغه پر دېوالونو لیکنې د خپلواکۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي او ټاکل شوې ده؛ چې د ښارونو په ګڼ‌ مېشتو او له ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو کې د آزادۍ، اسلامي ارزښتونو او ملي یووالي په اړه پیغامونه ولیکل شي.

مسؤلینو زیاته کړه، چې د دې اقدام موخه یوازې د ښارونو ښکلا نه ده، بلکې هڅه کېږي چې د خلکو ترمنځ د خپلواکۍ غوښتنې روحیه پیاوړې، د هېواد د دفاع په برخه کې د مسوولیت احساس ژوندی او د ملي ارزښتونو د ساتنې انګېزه لا پیاوړې شي.

د مسوولینو په وینا؛ د افغانستان خلک مجاهد پروره، باعزته او د آزادۍ غوښتونکي دي، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د خپلو نیکونو د قربانیو او سرښندنو له لارې د بېلابېلو اشغالګرو پر وړاندې مقاومت کړی او د هېواد خپلواکي او عزت یې ساتلی دی.

مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د دې ویاړلي تاریخ ساتنه او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدول د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

۱۴۴۸/۲/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۲۰:۵۱
Background image

د زمري۲۴مې (د فتحې ورځې) په مناسبت پر دېوالونو‌ د لیکنو لړۍ پیل شوې ده

د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ ولایتي ریاستونو مسوولینو وایي، چې د زمري۲۴مې (‌د فتحې ورځې) په مناسبت پر دېوالونو د حماسي او ملي شعارونو لیکلو لړۍ پیل شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

پکتیا کې خبریالانو ته د عقیدوي، فکري او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د پکتیا ولایت ګڼ شمېر خبریالانو، شاعرانو، فرهنګپالانو او قلموالو مبارزینو ته د عقیدوي، فکري او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۱۹
Background image

د ژورنالېزم او ټولنیزو علومو پوهنځي محصلینو د عملي روزنې دوره پای ته ورسېده

چهارشنبه ( د صفرالمظفر ٢١مه ١٤٤٨ ) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا آمریت له لوري د کابل پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنتون او د کابل د. . .

BACK TO NEWS