د شمال ختیځ زون د خبریالانو لپاره د ظرفیت لوړونې نهه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۵۳
..

د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د کندز، تخار او بغلان ولایتونو ۲۰ تنو خبریالانو ته د دوی د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د رسنیزو مهارتونو پیاوړتیا په موخه نهه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.
د شمال ختیځ زون د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي ضیاءالحق زاهد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه سیمینار موخه د خبریالانو د ظرفیت لوړونه او لا ښه مسلکي کول وبلله او ویې وویل: دغه روزنیز پروګرام د ژورنالېزم بنسټیزو اصولو، څېړنیز ژورنالېزم او موبایل ژورنالېزم پر موضوعاتو راڅرخي، ترڅو د خبریالانو مسلکي مهارتونه لا پیاوړي شي. نوموړي د خبریالانو پر دوامداره روزنه ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې ګډونوال به له دې فرصت څخه د خپلو راپورونو د کیفیت د ښه والي لپاره اغېزمنه ګټه واخلي.
دغه راز د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ګل‌محمد الیاس د دغه سیمینار له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د خبریالانو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په برخه کې مهم وباله او د رسنیزې ټولنې د روزنې او پیاوړتیا له پروګرامونو څخه یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر ملاتړ ټینګار وکړ. نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل چې له دې روزنیز پروګرام څخه په ښه توګه ګټه واخلي او زیاته یې کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د سیمه‌ییزو رسنیو د ستونزو د حل او د فعالیتونو د ښه کېدو لپاره هڅې وکړي.
ورته مهال په سیمینار کې ګډونوالو خبریالانو د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوامداره جوړیدو ټینګار وکړ او دا ډول سیمینارونه یې د خبریالانو د مسلکي پوهې او مهارتونو د لوړولو لپاره ارزښتمن فرصت وباله.
دغه روزنیز سیمینار به د نهو ورځو لپاره دوام وکړي، چې په هر اونۍ کې به یوه ورځ ترسره کیږي، همدارنګه د تخار او بغلان ولایتونو خبریالان په انلاین بڼه په دې روزنیز پروګرام کې ګډون کوي.

۱۴۴۸/۱/۲۳

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

بغلان ولایت مقام او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د رسنیزې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار

د بغلان ولایت مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په یوې ناسته کې د رسنیزې همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

ګرشک کې لسګونو تنو بېوزلو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت ښوونیز مرکز کې د درېیمي دورې لپاره ۱۰۰ تنو بېوزلو زده کوونکو ته د کمپیوټر پروګرامونو وړیا زده کړو زمینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۵۰
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه له لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د آزادۍ ورځې) د ښې نمانځنې په موخه له لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS