د غور ولایت رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه سمینار جوړ شو

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۳۳
....

دغه روزنیز سمینار د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د یوناما د لویدیځ زون دفتر په همکارۍ ۲۸ تنو د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی و.
یاد روزنیز سمینار کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم ترڅنګ د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسؤل غلام رباني هدف‌مند د دې ولایت د اطلاعاتو او ملي راډیو تلویزیون آمرینو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یوناما له هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل: لکه څنګه چې رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د اړیکو پل دی، نو اړتیا ده، چې د رسنیزو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره لا زیات تمرکز وشي.
په ورته وخت کې د یوناما د لویدیځ زون د عامه اړیکو مسؤل عبدالحمید واحدي د دقیقو معلوماتو د رسولو او د رسنیو د ملاتړ په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې یوناما دفتر به د اسلامي امارت ترڅنګ، د رسنیو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت د پالیسیو او د رسنیو د قانون پام کې نېولو سره کار ته دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده، چې تېر کال هم دې ولایت کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته ورته روزنیز سمینارونه جوړ شوي وو.
1446/12/6 هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS