د فاریاب زندان کې د سیرت النبيﷺ سیالۍ پایلې اعلان شوې
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې او د دې ولایت د زندان ادارې په همکارۍ د سیرت النبيﷺ د کتاب لوستنې سیالۍ چې د میمنې عمومي زندان کې ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په ستاینلیکونو او بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمسالدین محمدي وویل: دغه سیالۍ چې د زندان ۱۱۰ تنو زندانیانو ترمنځ ترسره شوې وه، یوازې د کتاب لوستلو یوه سیالي نه وه، بلکې دا یوه ښه موقع وه چې زندانیان د اسلام د ستر پیغمبرﷺ له سیرت او ژوند سره آشنا شي، له داسې پروګرامونو جوړولو څخه موخه د زندانیانو په فکر او چلند کې بدلون راوړل دي، ځکه مطالعه د معنویت او انساني اخلاقو د لوړولو یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي.
نورو ویناوالو هم د دې سیالۍ جوړولو پر ارزښت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پروګرامونه باید دوام ومومي.
د سیالۍ ګډونوالو د داسې پروګرامونو له جوړېدو څخه خوښي وښوده او د ورته سیالیو د دوام او پراختیا غوښتنه یې وکړه، د زندانیانو په وينا؛ دغه سیالۍ نه یوازې موږ ته د مطالعې او زده کړو فرصت راکړ، بلکې دا انګیزه يې هم راکړه چې علمي او فرهنګي موضوعاتو ته په جدي ډول پام وکړو.
۱۴۴۷/۵/۱۲ هـ ق
