د (فکري یرغل او د ځوانانو اسلامي روزنې) په نوم یو ورځنی سمینار ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۴۴
...

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د فکري یرغل او د ځوانانو اسلامي روزنې په نوم یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو.
په دغه روزنیز سمینار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو، استادانو او سلګونو تنو ځوانانو ګډون کړی وو.
په یاد سمینار کې ویناوالو د علم اهمیت او د ځوانانو اسلامي تربیت باندې ټینګار وکړ او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د غرب فکري یرغل په وړاندې باید چمتو وي، ترڅو وکولای شي، چې د اسلامي ټولنو پر ضد  د هغوی دسیسې او طرحې شنډې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې د ځوانانو فکرونو او ذهنونو روښانولو په موخه دغه ډول سمینارونه لا دېر جوړ کړي.

۱۴۴۷/۵/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۳

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۷
Background image

د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د. . .

BACK TO NEWS