د قطر سفارت شارژدافیر د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره وکتل.

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۹:۵۰
....

سه شنبه ( ۱۴ د ربيع الآخر ۱۴۴۷) په کابل کې د قطر سفارت شارژدافير ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام کې ښاغلي شيخ صاحب شيراحمد حقاني سره د دواړو هيوادونو تر منځ کلتوري اړيکو د پياوړتیا په موخه وکتل. 

په پیل کې د قطر د سفارت شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیخ صاحب حقاني ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري همکاریو په پیاوړتیا او دوام يې ټینګار وکړ، نوموړي د قطر او افغانستان تاریخي اړیکې وستایلې او په کلتوري برخه کې يې د لا زیاتو همکاریو ډاډ څرګند کړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیخ صاحب د افغانستان او قطر تر منځ اړیکې مهمې وبللې، د کلتوري اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې، همداراز  نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په موخه د تړونونو د څارنې یادونه وکړه او د قطر دولت له هر اړخیزو، په ځانګړي ډول د کونړ له وروستیو زلزله‌ ځپلو سره د مرستو له امله يې مننه وکړه.

۱۴۰۴/۷/۱۵ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د فاریاب سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۴۶
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه

دوشنبه (۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان د ازموینې غوره ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت او تنویر فکري او فرهنګي ادارې، د کوهبند ولسوالۍ د ښوونځیو او مدرسو د ۷۰۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS