د لرغونو لېږدونکو وسايطو نندارتون په ملي موزيم کې پرانيستل شو

moic_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۲:۰
د لرغونو لېږدونکو وسايطو نندارتون په ملي موزيم کې پرانيستل شو

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت  د لرغونو لېږدونکو وسايطو نندارتون  نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د سرپرستې حسينې ساپۍ په  واسطه  پرانستل شو او له دې سره جوخت  د موزيمونو علمي _ څېړنيزه مجله هم پرانيستل شوه.
په دې نندارتون کې هغه لېږدونکي وسايط  نندارې ته وړاندې شوي دي چې د افغانستان  زياترو  باچاهانو له هغو څخه  ګټه اخيسته .
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، د دغه نندارتون د پرانيستلو د مراسمو په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت  د جمهور رييس  محمد اشرف غني پيغام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى ولوست  چې  د پيغام په يوه برخه کې  ويل شوي دي:
( د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د بېلابېلو او اړينو پروګرامونو په جوړولو سره د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په لازيات پرتم سره په نمانځنه کې د دوى د غوره ونډې اخيستنې په خاطر  مننه کوم.
يو له دغه شان مهمو اوغوره پروګرامونو څخه د افغانستان د ملي موزيم د لرغونو موټرونو او بګيو د نندارتون جوړول دي  چې په وروستيو سلو کلونو کې د باچاهانو او د جمهورو رييسانو د ګټې اخيستنې وړ وسايط  معرفي کوي.
وروسته د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي په لنډو خبرو کې وويل، چې په افغانستان کې  ملي موزيم سل کاله مخکې جوړ شو، خو ملي موزيم په  ١٩٢٥ ميلادي کال کې د شاه امان الله خان غازي په واسطه  د ارګ په کوتي باغچه کې پرانيستل شو.
هغه د ملي موزيم د تاريخچې په باب  اوږدې خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په لنډو خبرو کې د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتنې د بهير بېلابېل اړخونه څرګند او بيان کړل او د موزيمونو د مجلې د لومړۍ ګڼې چاپولو ته  په اشارې سره يې وويل، چې دغه مجله د هېواد  د ټولو لرغونو او تاريخي آثارو څرګندوى ده، چې د تاريخ ليکوونکو لپاره ښه ماخذ شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين  پوهاند محمد رسول باوري خبرې وکړې او وېې ويل، چې بايد خلکو ته تفهيم  کړو چې د هېواد تاريخ او فرهنګ په هغو سلو کلونوکې  چې تېر شول زياتې لوړې او ژورې  تېرې کړې دي. هغه دغه راز د شاه امان الله غازي  له رول سره هم  اړيکې ونيولې او ويې ويل، چې شاه امان الله خان غازي د هېواد د خپلواکۍ  په ترلاسه کولو کې  مهم رول درلود او د هېواد خپلواکي د ارواښاد په واسطه  د جګړې  د ښه مديريت  زېږنده وه.
  باوري دغه راز د شاه امان الله خان غازي د سياسي، فرهنګي او نظامي شخصيت په باب هم اوږدې خبرې وکړې .
وروسته د باختراژانس رييس نجيب الله شينواري هم  د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې او د ازادۍ د لارې د جنګياليو د سرښندنې او ځان تېرېدنې په باب خبرې وکړې .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

BACK TO NEWS