د مولانا جلال الدين بلخي د پلار د خانقا ترميم او بیارغونې په موخه د مسلکي کميټې ناسته وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۳
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د مولانا جلال الدین بلخي د پلار خانقاه چې بلخ ولايت کې موقعيت لري، د ترمیم او بیارغونې په موخه د مسلکي کمېټې ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د اغاخان بنسټ د فرهنګي برخې رئیس انجینر اجمل میوندي، د هافو موسسې رئیس انجینر جاوید، د ښارجوړونې وزارت د تاریخي ښارونو د جوړونې رئیس انجینر محمود دوست، او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو رئیس انجینر حسیب نسیمي ګډون درلود.
په یاده ناسته کې د تیکا موسسې له لوري بلخ کې د مولانا صاحب د پلار خانقاه بیارغونې او د شاوخوا ساحې منظمولو په موخه د یو پارک جوړېدو پلان وړاندې شو، چې مسلکي کمېټې غړو پرې هر اړخیز بحث وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي وویل: د تاریخي او فرهنګي آبداتو ساتنه، ترمیم او معیاري بیارغونه د دولت له مهمو مسؤلیتونو څخه ده او ټینګار یې وکړ چې ټولې چارې باید د تاریخي اصالت، فرهنګي ارزښت او نړیوالو معیارونو په رڼا کې ترسره شي، نوموړي له کمېټې وغوښتل چې د ترمیم د طرحې تخنیکي ارزونه نوره هم پیاوړې کړي او عملي کارونه په تدریجي او علمي ډول تنظیم کړي.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د وړاندې شوې طرحې تخنیکي اصلاحات به د مسلکي کمېټې د سپارښتنو پر بنسټ بشپړ شي او د تیکا مؤسسي او اړوندو لورو نظریات دي واوریدل شي.

۱۴۴۷/۶/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۷
Background image

د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د. . .

BACK TO NEWS