د هرات په اختیارالدین کلا کې د اړیکو د تاریخي وسایلو نندارتون پرانیستل شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۹
..

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هرات سیمه‌ییز موزیم د پیاوړتیا په موخه په اختیار الدین کلا کې د اړیکو د تاریخي وسایلو نندارتون پرانیستل شو، چې په دې نندارتون کې ۷۵۰ د اړیکو تاریخي وسایل نندارې ته ایښودل شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: په یاد نندارتون کې د اړیکو تاریخي وسایلو تاریخي مخینه شاوخوا ۱۲۰ کلونو ته رسیږي او په دې نندارتون کې لرغونې ټلویزیونونه، راډیوګانې، ټیلیفونونه، د عکس اخیستلو کمرې او نور وسایل نندارې ته ایښودل شوي دي.
ورته مهال یو شمېر ننداره کوونکو وویل: د اړیکو تاریخي وسایلو نندارتون جوړول کولای شي، چې ځوان نسل ته د علمي او ټکنالوژیکي پرمختګونو د تاریخ په اړه پوهاوی ورکړي او خلکو ته دا زمینه برابره کړي چې د علمي او کلتوري میراثونو سره لا ښه اشنا شي.

۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS