د ژورنالېزم او ټولنیزو علومو پوهنځي محصلینو د عملي روزنې دوره پای ته ورسېده

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۱۹
..

چهارشنبه ( د صفرالمظفر ٢١مه ١٤٤٨ ) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا آمریت له لوري د کابل پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنتون او د کابل د ژورنالېزم مسلکي انسټیټیوټ ۷۴ محصلینو ته د عملي روزنې یوه میاشتنۍ ښوونیزه دوره پیل شوې وه، چې نن پای ته ورسېده او فارغينو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.
د فراغت په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا، د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب الله نعمان، د وزارت یو شمېر مسؤلینو او محصلینو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب الله نعمان د یاد پروګرام د نظري او عملي زده‌کړو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: لسګونو محصلینو په دې پروګرام کې ګډون کړی و، هغه محصلین چې ځانګړې وړتیاوې ولري، د کارکوونکو چارو ریاستونو له لوري به په اړوندو ادارو کې پر دندو وګومارل شي.
همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان د هېواد د راتلونکي هیله ده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د محصلینو او ځوانانو ظرفیت لوړونې ته ژمن دی. نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې په اداري بستونو تر ګومارنې وروسته له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او خپلې دندې په اخلاص او مسؤلیت‌ منلو ترسره کړي.
د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا محصلین او ځوانان د ټولنې له مهمو قشرونو وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د عصري علومو ترڅنګ د دیني علومو زده‌کړې ته هم پاملرنه وکړي او تقوا د خپل ژوند لارښود وګرځوي، ځکه د دنیا او آخرت بریا د تقوا په رڼا کې ترلاسه کېږي. نوموړي ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې له شته فرصتونو څخه غوره ګټه واخلي او خپل وخت ضایع نه کړي.
د پروګرام په پای کې فارغینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د دغه روزنیز پروګرام د جوړېدو له امله مننه وکړه او دا ډول ښوونیزې دورې یې د محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره اغېزناکې وبللې. د مراسمو په پای کې فارغینو ته د فراغت تصدیق‌ پاڼې هم ووېشل شوې.

١٤٠٥/٥/١٤ ه ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

د هېواد د خپلواکۍ ورځې د ښې نمانځنې په موخه بېلابېلو برخو کې چمتووالی روان دی

د اطلاعاتو او فرهنګي ولایتي ریاستونو مسؤلین وایي؛ چې د زمري د ۲۴مې د هېواد د خپلواکۍ ورځې د رارسېدو په مناسبت بېلابېلو برخو کې ښه چمتووالی روان دی او ټاکل شوې ده، چې دغه تاریخي ورځ په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

جاغوري ولسوالۍ کې د (رسنیزې پوهې او فکري جګړې) په نومونو علمي سیمینارونه وړاندې شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریت په همغږۍ جاغوري ولسوالۍ کې د ښوونځیو استادانو، ځوانانو، فرهنګیانو، رسنیزو کارکوونکو، زده‌کوونکو او زده کړیالانو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۱۱
Background image

په ۱۷مې ګڼې فرمان کې د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الصارم فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ چې څه موده وړاندې په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۳۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه. . .

BACK TO NEWS