د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۲۰
..

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۳مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۴۹ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۳۹۱ ټوکه صادره او وارد شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې او همدارنګه، د آینده‌سازان خپرندویې کتابونه هم وارزول شول او تایید شول.
د یادونې وړ ده، چې ۷ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.

۱۴۰۵/۱/۳۱ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS