د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول  

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۱
..

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې، قلمونه او نور چاپي مواد چې د ناوړو ټولنیزو رواجونو د مخنیوي په موخه ترتیب شوي، د لغمان، زابل او بامیانو ولایتونو اوسېدونکو ته ووېشل شول او همدارنګه د دغو ولایتونو په بېلابېلو ځایونو کې لسګونه معلوماتي بینرونه نصب شول.
دغو پروګرامونو په لړ کې، د چاپي مواد د وېش ترڅنګ، د یادو ولایتونو له یو شمېر اوسېدونکو سره د ۱۷مې ګڼې فرمان د اهمیت، د ناوړه ټولنیزو رواجونو په اصلاح کې د دغه فرمان د اغېزو او د اصیل فرهنګ په عامولو کې د عامه پوهاوي د رول په اړه خبرې وشوې او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
د یادو ولایتونو اوسېدونکو د دغو پروګرامونو له ترسره کېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او دغه پروګرامونه یې د ناوړه رواجونو د اصلاح او د اصیلو ټولنیزو فرهنګونو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل.
ورته مهال د دغو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره د خبرو اترو دوام، د ناوړو رواجونو د لا ښه پېژندنې او د اصیلو ټولنیزو فرهنګونو د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزمن یاد کړل.

۱۴۴۸/۴/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS