زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
..

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان  او ۵۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
په دې اړه غونډه چې د شیخ متي بابا عالي لېسې په انګړ کې جوړه شوې وه، پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ د زابل والي ملا شیر محمد شریف، د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسؤلینو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو د ۱۷مې ګڼې فرمان د اهمیت او د دغه فرمان په اړه د عامه پوهاوي په ترسره کولو ټینګار وکړ.
دغه راز د زابل والي ملا شیرمحمد شریف او د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وویل: اړوندې ادارې د دیني علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ د فرمان د محتوا په رسولو او تطبیق کې مسوولیت لري، دوی له ګډونوالو وغوښتل، چې د فرمان محتوا خپلو کورنیو او د ټولنې نورو وګړو ته ورسوي.
په غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار او د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد نسیم نصیر د یادې سیالۍ د موخو او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړولو او په ټولنه کې د ټولنیزو ستونزو د له منځه وړلو په موخه به ورته پروګرامونه په دوامداره توګه جوړ شي.

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق، د نشه‌ یي توکو او انسانانو د قاچاق مخنیوي په اړه غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت په حصه دویم کوهستان ولسوالۍ کې د مشرتابه د فرامینو په اړه لویه ولسي غونډه جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS