سمنګان کې د امارتي ادارو ویاندویانو، رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۸
..

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ په ایبک ښار کې د رسنیو او امارتي ادارو ویاندویانو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو په موخه د همغږۍ ناسته جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیروزالدین منیب د خبریالانو د فعال ګډون هرکلی وکړ او ویې ویل: دقیق او پر وخت اطلاع رسونه، دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري، ویاندویان او رسنۍ باید خلکو ته د اطلاع رسونې په موخه ګډ کار وکړي.
همدارنګه د اطلاعاتو آمر د سرخکان واکسین د راتلونکي کمپاین د پیل په اړه خبرې وکړې او له خبریالانو څخه یې وغوښتل چې دغه کمپاین ته پراخ پوښښ ورکړي، ځکه په ښه توګه اطلاع رسونه کولای شي، چې د ډیرو ماشومانو ژوند وژغوري.
د ناستې په لړ کې د امارتي ادارو ویاندویانو، رسنیو مسؤلینو او خبریالانو خپل ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګنده شو.
۱۴۴۷/۵/۶ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۷
Background image

د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د. . .

BACK TO NEWS