سمنګان کې د سیرت النبي(ﷺ) د کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۳
..

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ د سیرت النبي(ﷺ) د کتاب لوستنې سیالي چې د رسول الله(ﷺ) له سیرت او اخلاقو سره د ځوانانو لا ښه بلدتیا په موخه ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب د اسلام د ستر پیغمبر(ﷺ) د سیرت مطابق د ژوند برابرولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: که ځوانان نبوي سیرت لارښوونې د خپل ژوند تګلاره وګرځوي، نه یوازې به د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ پر لاره روان شي، بلکې د داسې ټولنې لپاره به هم بېلګه وګرځي چې له اخلاقو، عدالت او انساني ارزښتونو څخه برخمنه وي.
ورته مهال د یادې سیالۍ ګډونوالو د داسې فرهنګي او دیني پروګرامونو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکې کې دې هم ورته علمي، فرهنګي، دیني او ښوونیز پروګرامونه جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه لپ‌ټاپ کمپیوټر، د دویم مقام ګټونکي ته یو سیټ موبایل، د درېیم مقام ګټونکي ته الفجر ساعت او نورو بریالیو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

نیمروز کې د اسلامي معلوماتو سيالي تر سره او غوره ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د ۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د اسلامي معلوماتو (عقايدو، سيرت او فقهې احکامو) سيالۍ ترسره شوه او لسګونه تنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د خلکو د فرهنګ ریاست له لوري د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ (د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه، چې پکې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

BACK TO NEWS