شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۷
..

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د شاجوی ولسوالۍ له مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او سلګونو اوسېدونکو سره په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړ.
د غونډې موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۳مې او ۱۷مې ګڼو فرمانونو ابلاغ، د هغوی د موخو او لارښوونو په اړه د خلکو پوهاوی او په ټولنه کې د یادو فرمانونو د لا ښه تطبیق په اړه خبرې کول و.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار وویل: د یادو فرمانونو عملي کول، د ټولنیز نظم او د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره مهم دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د فرمانونو لارښوونې باید خلکو ته په سمه توګه ورسول شي او د عملي کېدو لپاره یې د مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او ولسونو ګډې هڅې مهمې دي.
دغه راز د شاجوی ولسوال ملا عبدالغفار نظیف او د نورو ادارو مسؤلینو د یادو فرمانونو د عملي کېدو په برخه کې د همکارۍ او عامه پوهاوي پر دوام ټینګار وکړ.
د غونډې ګډونوالو او قومي مشرانو هم د فرمانونو د لارښوونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي او د یادو فرمانونو د عملي کېدو په برخه کې به له مسؤلینو سره همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ۱۷مې ګڼې فرمان د عامه پوهاوي په موخه، چمتو شوي بروشرونه، پوسټرونه، سټیکرونه او د فرمان له بېلابېلو مادو څخه جوړې شوې معلوماتي پاڼې پر ګډونوالو وویشل شوې.

۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۲۳
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته د رسنیو او ادارو ترمنځ د همکاریو او اړیکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د میدان وردګو ولایت څخه یو شمېر جهادي آثار راټول شول

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ څخه د جهادي آثارو د راټولولو لړۍ په دوام، د جهادي آثارو د سپارلو ټیم د مجاهدینو په هڅو او همکارۍ یو شمېر تاریخي او جهادي آثار راټول کړل، ترڅو د خوندي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۳
Background image

المار ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې او د المار ولسوالۍ د پوهنۍ آمریت په همکارۍ د ښوونځیو او مدرسو ګڼ شمېر زده کوونکو ترمنځ د مشرتابه (حفظه الله. . .

BACK TO NEWS