شاوخوا ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده
د اطلاعاتو او کلتور ولایتي ریاستونو مسوولین وایي: د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده، د سیلانیانو دا شمېرې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د سیاحت د ودې او پیاوړتیا څرګندونه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو د چاپېریال ساتنې، د عامه ځایونو د پاکوالي او د سیاحتي جاذبو د ساتنې لپاره د خلکو پر همکارۍ د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه؛ چې د امنیتي ادارو په پوره همکارۍ او هڅو سیلانیانو د کوچني اختر په ورځو کې د هېواد ګوټ ګوټ ته په پوره ډاډ سفرونه وکړل.
د مسوولینو په وینا د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې کوي، چې د هېواد په کچه د ګرځندوی سکتور پراخ، پیاوړی او سیلانیانو ته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورته مهال یو شمېر سیلانیان د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د نظم، امنیت او د ولسونو د مېلمه پالنې ستاینه کوي او زیاتوي، چې د افغانستان ټول ولایتونه ښکلي دي، چې سږ کال د امنیت او ګرځندوی سکتور کې د رامنځته شویو اسانتیاوو له امله نه هېرېدونکې خاطرې پاتې شوې.
۱۴۴۷/۱۰/۶ هـ ق
