غزني کې د خپلواکۍ د ورځو په مناسبت مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د زمري۲۴مې او ۲۸مې د خپلواکۍ ورځو په مناسبت شانداره مشاعره ترسره کړه، چې پکې د دغه ولایت د سیمه‌ییزو ادارو مسؤلینو، شاعرانو، لیکوالانو او د بېلابېلو ولایتونو فرهنګیانو، شاعرانو او ترانه ویونکو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: د زمري ۲۴مې او ۲۸مې ورځې د مجاهد ملت د بې‌شمېره قربانیو او د هېواد د اشغال د پای ته رسېدو څرګندونې کوي. نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت له شلو کلونو مبارزې او زیاتو قربانیو وروسته د هېواد اشغال پای ته ورسوه او په هېواد کې یې اسلامي نظام حاکم کړ.
ښاغلي نثار له شاعرانو او لیکوالانو څخه وغوښتل؛ چې د خپلو ادبي اثارو له لارې په ټولنه کې ملي یووالي، خپلواکۍ غوښتنې او فرهنګي او اخلاقي ارزښتونو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
د مشاعرې په لړ کې شاعرانو او ترانه‌ویونکو ګډونوالو ته د یادو ورځو په مناسب ترنمونه او ترانې واورولې او د مشاعرې فرهنګي فضا یې لا رنګینه کړه. دوی د آزادۍ، یووالي، اسلامي او ملي ارزښتونو په اړه خپل شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.

۱۴۴۸/۲/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS