غزني کې ځوانانو ته د فکري جګړې په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۱:۲۹
hjk

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوری یاد ریاست کې ځوانانو ته د فکري جګړې په اړه یو ورځنی  معلوماتي سمینار ترسره شو.
 د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د یاد سمینار په پیل کې د فکري جګړې په اهمیت خبرې وکړې او  په اړه يې پوهه ترلاسه کول اړینه وبلله.
نوموړي فکري جکړه د نظامي جګړې څخه خطرناکه یاده کړه او ويې ويل: په فکري جګړه کې د خلکو باورونه، عقاید او کلتور تر برید لاندې نیول کیږي. 
ورپسې د استاد انورالحق عمر له لوري د فکري جګړې د تعریف او اهدافو ترڅنګ، د تبلیغاتي جګړې اړوند تفصیلي معلومات وړاندي شول، او د دې جګړې د وسایلو او د مخنیوي د طریقو په اړه یې خپله ترسره کړې ژوره څیړنه له ګډونوالو سره شريکه کړه.
د يادونې وړ ده، چې د سمینار په پای کې له ګډونوالو څخه د فکري جکړې اړوند ځینې پوښتنې وشوې، چې غوره ځواب ویونکو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۹/۲۴ ق
۱۴۰۴/۱/۴ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS