لسګونو تنو ځوانانو ته د مطالعې دود عامولو په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۳۰
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډو همکاریو بغلان کې لسګونو تنو ځوانانو ته د مطالعې دود عامولو په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د بغلان اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د دغه روزنیز سیمینار موخه په ټولنه کې په ځانګړي ډول د ځوان قشر ترمنځ د مطالعې دود عامول او پیاوړتیا یاده کړه او پر ځوانانو یې غږ وکړ، چې د مطالعې کلتور د عامولو او پراختیا په برخه کې له شته فرصتونو څخه بشپړه ګټه واخلي.
د سیمینار په لړ کې د عامه کتابونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم کتاب او مطالعه د ورځني ژوند پرمختګ په برخه کې بنسټیزه اړتیا یاده کړه او زیاته یې کړه، چې زموږ مخکینیو علماوو او اسلافو کتاب او مطالعې ته په ژوند کې ځانګړی وخت ورکړی و، موږ ته په کار ده، چې د هغوی په پل قدم  کېږدو، کتاب د ژوند ملګری کړو او د علم ترلاسه کولو لاره کې هر ډول تکلیف وګالو.
دغه راز د بغلان پوهنتون یو تن استاد پوهندوی عبدالخالق نوري د مطالعې کولو اصولو، لارو چارو او ګټو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او مطالعه یې د ژوند مهمه برخه وبلله، ښاغلي نوري له ځوانانو څخه وغوښتل چې کتاب او مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي او د مطالعې په وسیلې په ټولنه کې علمي انقلاب او بدلون راولي.

۱۴۴۷/۱۱/۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS