لسګونو زده کړیالانو او زده کوونکو ته علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۲:۴۲
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت په همغږۍ د کثیر الرشتیوي اسټیټیوټ او لیسي زده کړیالانو او زده کوونکو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار دغه سیمینار د عامه پوهاوي او فکري اصلاح په برخه کې مهم وباله او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف ناوړو افکارو پر وړاندي مبارزه وکړي.
نوموړي د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونه) اړوند فرمان د تشریح تر څنګ د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او درواغو خبرونو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: ځینې بهرنۍ رسنۍ د ژورنالیزم اصول او اخلاق نه مراعتوي. ښاغلي نثار له ځوانانو څخه دا هم وغوښتل چې د تبلیغاتو او فکري جګړې پر وړاندې هوښیار واوسي او د بهرنیو هېوادونو له خوا د ملاتړ کېدونکو رسنیو تر اغېزو لاندې رانشي.
همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز یو تن استاد د ټولنې د فکري ثبات، د فکري جګړې د ماهیت او پایلو په اړه وینا وکړه او د دغې جګړې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د خلکو او حکومت پر یووالي ټینګار وکړ.
د سیمینار په پای کې، د کثیر الرشتوي انسټیټیوټ او لیسې استادانو، زده کړیالانو او زده کوونکو ورته پروګرامونو جوړول د ځوانانو د فکري پوهاوي لوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل او د دغو پروګرامونو د دوام غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS