لسګونو ځوانانو د کمپیوټر پروګرامونو په برخو کې زده کړې حاصلې کړې

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۲
..

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: چې د دې ریاست اړوند ښوونیز مرکز له نهمې دورې د کمپيوټر زده کړې شپږ میاشتنیو ټولګیو څخه ۸۰ تنه ځوانان فارغ شول.
مسؤلینو زیاته کړه؛ اوس مهال هم په یاد مرکز کې سلګونو تنو نورو ځوانانو ته د اسلام پوهنې، فکري روزنې، کمپیوټر او بېلابېلو مسلکي برخو کې وړیا زده کړې ورکول کیږي او هڅې روانې دي، چې په راتلونکې کې لا زیاتو ځوانانو ته د ورته پروګرامونو زمینه برابره شي.
دغه راز مسؤلینو زیاته کړه؛ د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په پار لوستو او مسلکي ځوانانو ته جدي اړتیا ده، د اطلاعاتو او کلتور رياست ژمن دی او هڅې کوي، چې ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې د وړيا زده کړو لا پراخه او غوره زمينه برابره کړي.

۱۴۴۷/۸/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS