لغمان او لوګر ولایتونو کې د آزادۍ ورځې په مناسبت مشاعرې ترسره شوې
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز مهترلام ښار او د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري په دې ولسوالۍ کې د آزادۍ ورځې په مناسبت مشاعرې ترسره شوې، چې پکې د امارتي ادارو مسؤلینو ترڅنګ، ګڼ شمېر شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو په اسلامي شریعت کې د شعر پر اهمیت او ارزښت هراړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: دغه مشاعرې د زمري ۲۴مې د خپلواکۍ ورځې په ویاړ جوړې شوي دي.
مسؤلینو د زمري ۲۴ مه د افغانانو لپاره د ویاړ ورځ وبلله او ویې ویل: دا ورځ د افغانانو د متحد کېدو او د یو بل سره د ورورولۍ ورځ ده او آزادۍ د زرګونو مجاهدینو او ولسونو په قربانۍ لاسته راغلې ده.
د مسؤلینو په وینا؛ په دغو مشاعرو کې شاعرانو او ترانم کوونکو د دې ورځې په ویاړ خپل ترتیب کړي حماسي، وطن پالنې او فرهنګي شعرونه ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شول.
۱۴۴۸/۲/۲۹ هـ ق
