لغمان کې له رضاکاره ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۵۴
........

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو رضاکاره ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د لغمان د ځوانانو چارو امر د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دغه ناسته د رضاکاره ځوانانو سره د ښې همغږۍ، د دوی د نظریاتو د اوریدو او په بیړنیو حالاتو کې د رضاکاره فعالیتونو د ترسراوي په موخه د کميټې جوړولو په پار جوړه شوې ده.
د ناستې په لړ کې یو شمېر ځوانانو خپل نظریات وړاندې کړل او ویې ویل: د بیړنیو حالاتو لپاره د کمیټې جوړول مهم دي، موږ په دې برخه کې چمتو یو چې د ځوانانو چارو امریت سره پوره همکارۍ وکړو او د ولسونو لپاره رضاکار خدمتونه ترسره کړو.
د ناستې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالنور رسولي د رضاکاره ځوانانو فعالیتونه وستایل او له دوی څخه یې مننه وکړه چې د هېواد او ولس لپاره رضاکار فعالیتونه ترسره کوي، نوموړي د ځوانانو چارو امریت په نوښت د بیړنیو حالاتو لپاره د رضاکاره ځوانانو د کمیټې جوړول یو ښه اقدام وباله او ټینګار یې وکړ، چې په دې کمیټې کې د لغمان د بېلابېلو سیمو ځوانان باید برخه واخلې.
۱۴۴۷/۵/۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۷
Background image

د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د. . .

BACK TO NEWS