له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۴۷
..

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز څخه ۸۵ تنه ځوانان د کمپيوټر زده کړو له شپږ میاشتنيو ټولګیو څخه فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کې د اطلاعاتو آمر وویل: زده‌ کړه د ژغورنې او پرمختګ وسیله ده، هغه ځوانان چې د علم لار نیسي، د ټولنې رڼاوې دي، هیله مند یو، چې شاهدان او،سو چې دغه ځوانان به په راتلونکي کې د داخلي سافټویرونو جوړوونکي او پراختیا ورکوونکي شي او هېواد ته به ستر ویاړونه ترلاسه کړي. 
ورته مهال د یاد ښوونیز مرکز مدیر وویل: په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۵ تنه ځوانان له کمپیوټر ټولګیو څخه فارغ شوي، دا مهال ۲۰۰ نور ځوانان د انګلیسي ژبې او ویناوالۍ په برخو کې په زده ‌کړې بوخت دي، له ټولو زده‌ کوونکو څخه غواړو چې له روښانه هدف سره، د زده ‌کړې لاره تعقیب کړي. 
د فراغت غونډې په لړ کې زده کوونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو څخه مننه وکړه او ویې ویل: هیله لرو چې دا ډول پروګرامونه د ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي، څو نور ځوانان هم له دې فرصته څخه ګټه واخلي.

۱۴۴۷/۴/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۷
Background image

د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د. . .

BACK TO NEWS