لوګر کې د کتابونو او تاریخي آثارو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۰
..

یاد نندارتون د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري جوړ شوی، چې پکې د دیني او عصري علومو زرګونه ټوکو کتابونو ترڅنګ د عینکو مسو کان له لرغونې سیمې څخه ترلاسه شوي تاریخي آثار هم نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري له دغه نندارتون څخه موخه په ټولنه کې د مطالعې دود پراختیا  یاده کړه او زیاته یې کړه، چې ورته پروګرامونه کولای شي، ځوانان او زده کوونکي د کتاب او مطالعې سره لا ښه آشنا کړي، په یاد نندارتون کې د کتابونو ترڅنګ د عینکو د مسوکان له لرغونې سیمې څخه لاسته راغلي یو شمېر تاریخي آثار، چې اوس مهال د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند موزیم کې ساتل کیږي، هم نندارې ته واړندې شول.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وویل: اوس مهال د هېواد په کچه بېلابېلو ولایتونو کې د کتاب او مطالعې دود پراختیا او ځوان نسل د هڅونې په موخه، د نندارتونونو سربېره، علمي سیالۍ او روزنیز سیمینارونه جوړیږي، چې ورسره په یاده برخه کې د پام وړ پرمختګونه هم رامنځته شوي دي.
ورته مهال نندارتون کې ګډونوالو د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود پیاوړتیا او تاریخي آثار ساتنې برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له روانو برنامو څخه مننه وکړه او ویې ویل: دا ډول نندارتونونه کولای شي د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود لاغښتلی کړي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد نندارتون کې د کتاب او مطالعې د مینه والو لپاره د خصوصي کتاب پلورنځیو له لوري شل سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوی وو.

۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۴
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له پنځمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د پنځمې ناحیې د ښوونې او روزنې سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۰
Background image

لوګر کې د کتابونو او تاریخي آثارو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

یاد نندارتون د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري جوړ شوی، چې پکې د دیني او عصري علومو زرګونه ټوکو کتابونو ترڅنګ د عینکو مسو کان له لرغونې سیمې څخه ترلاسه شوي تاریخي آثار هم نندارې ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نارنج ګل دودیزه مشاعره د زرګونو ګډونوالو په شتون کې ترسره شوه، چې پکې د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د ختیځ زون د زرګونه ولسونو سربېره د. . .

BACK TO NEWS