لوګر کې لسګونو تنو ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۴۵
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډو همکاریو لسګونو تنو ځوانانو ته (مطالعه څنګه د ژوند برخه وګرځوو؟) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یاد سیمینار موخه ټولنه کې په ځانګړي ډول د ځوان قشر ترمنځ د مطالعې دود پیاوړتیا یاده کړه او پر ځوانانو یې غږ وکړ، چې د مطالعې پراختیا برخه کې له شته فرصتونو څخه بشپړه ګټه پورته کړي.
دغه راز د عامه کتابونونو رئیس کتاب او مطالعه د ورځني ژوند پرمختګ په برخه کې بنسټیزه اړتیا یاده کړه او زیاته یې کړه؛ علماوو او اسلافو کتاب او مطالعې ته په ژوند کې ځانګړی وخت ورکړی وو، موږ ته په کار ده، چې د هغوی په پل، پل  کیږدو، کتاب د ژوند ملګری کړو او د علم ترلاسه کولو لاره کې هر ډول تکلیف وګالو.

۱۴۴۷/۸/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS