لښکرګاه کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو
د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري مرکز لښکرګاه اړوند فرهنګي مرکز پارک کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، زده کوونکو او ځوانانو په شتون کې پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: دغه نندارتون د مطالعې فرهنګ ودې په موخه جوړ شوی دی، چې پکې د دیني او عصري علومو سلګونه بېلابېل عنوانونو درلودونکي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه راز مسؤلینو د مطالعې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې مطالعه د پرمختللو ټولنو د پرمختګ له اساسي لاملونو څخه دی او د انسان د ذهني پیاوړتیا او علمي ظرفیت لوړولو په برخه کې اړین رول لري، مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې د ورځنیو چارو په لړ کې مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي.
۱۴۴۷/۱۱/۱۲ هـ ق
