مجاهد موزیم ته لس قلمه جهادي اثار وسپارل شول
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند مجاهد موزیم ته د ټوپ دښتې د ښوونیز مرکز قومندان مولوي محمد نسیم سعید له لوري لس قلمه جهادي او نظامي اثار، چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد پر مهال ورڅخه ګټه اخېستل کېده وسپارل شول.
په دې اثارو کې برقي تخته، مخابره، فلش، هغه تلیفون چي په ماین کي کاريدل، چسپکی، بطرۍ، ریموټ، چره پاش، د وسائطو ضد برقي تخته او هغه ماین چي د دشمن پیاده عسکرو مقابل کې ورڅخه کار اخستل کیږي، شامل و.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولینو د ښاغلي سعید له دغه اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دغو اثارو راټولول او خوندي کول د ملي هویت د پیاوړتیا او د جهاد د تاریخي میراث د ساتنې لپاره اړین دي.
مسؤلینو زیاته کړه، هڅه کیږي چې جهادي تاریخي اثار په منظم ډول راټول شي، تر څو راتلونکی نسلونه د خپلو شهیدانو د مبارزې له تاریخي شالید سره بلد شي.
دوی د میدان وردګو له ټولو ولسونو څخه وغوښتل، چې جهادي او تاریخي اثار په راټولو او موزیم ته سپارلو کې پوره همکاري وکړي.
۱۴۴۷/۹/۱۵ هـ ق
