محمد اجمل شاهپور: د خپلواکۍ ځوان سفيران په ټولنه کې د سولې رښتيني ممثلان دي

moic_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۳:۲۱
ajmal-shapoor-moic-shakeeb-rahmati

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور نن د خپلواکۍ  له يوشمېرځوانو سفيرانو سره په کابل کې وکتل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې د خپلواکۍ ځوان سفيران چې د هېواد له يوشمېرولايتونو څخه کابل ته راغلي دي؛ د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په پرتمينه نمانځنه کې د خپلو ولايتونو د ځوانانو د فعاليتونو او پراخې ونډې اخيستنې په اړوند معلومات ورکړل.
دغه راز هغوى د هېواد د خپلواکۍ جشن د ښې نمانځنې لپاره د ځوانانو چارو معينيت د همکارۍ او لارښوونې مننه وکړه او د هېواد په کچه د خپلواکۍ د ځوانو سفيرانو د ښه سمون او د هېواد د ځوانانو د حالت د ښه والي په خاطر د هغوى له استازو څخه د ګټې اخيستنې په لاره کې دځوانانو چارو له معين څخه وغوښتل چې د خپلواکۍ يوشمېرځوان سفيران د ځوانانو چارو معينيت د مشورتي کمېټې د غړو په توګه ومنل شي.
د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په پرتمينه نمانځنه کې د هېواد د ځوانو سفيرانو د هڅو مننه وکړه او ويې ويل چې د خپلواکۍ ځوان سفيران په ټولنه کې د سولې رښتيني ممثلان دي.
شاهپور زياته کړه: تاسې ځوانان د ٤٠ کلنې جګړې له امله د افغانستان د خلکو پر رامنځته شويو ټپونو باندې د آرامۍ ملحم ږدئ او په جګړه کې د ښکيلو نسلونو جنګي افکار په سولې او پيوستون بدلوئ.
دغه راز د ځوانانو چارو معين د هغوى د وړانديزنو د څېړنې لپاره د همکارۍ            ژمنه وکړه.
د کتنې په پاى کې د خپلواکۍ ځوانو سفيرانو د ځوانانو چارو د معينيت بېلابېلې برخې وکتلې.
د خپلواکۍ ځوان سفيران څه موده مخکې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د پرتمينې نمانځنې لپاره په هغه پروګرام کې چې د ځوانانو چارو معينيت او د جمهوري رياست د چارو ادارې لوى رياست چمتو کړى و، د هېواد له ټولو ولايتونو څخه انتخاب شول  چې د هېواد د خپلواکۍ جشن د پرتمينې نمانځنې په لاره کې د خپلو ولايتونو ځوانان وهڅوي او هغوى په دې ملي او وياړلي جشن کې کارنده ونډه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS