محمد طاهر زهير د ملي بيرغ ورځې د نمانځنې په مراسمو کې: ملي بيرغ د افغانستان د خلکو د عزت، وياړ او سرلوړۍ سمبول دى

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۹:۰
محمد طاهر زهير د ملي بيرغ ورځې د نمانځنې په مراسمو کې: ملي بيرغ د افغانستان د خلکو د عزت، وياړ او سرلوړۍ سمبول دى


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ملي بيرغ ورځې د نمانځنې په غونډه کې وويل: ملي بيرغ د افغانستان د خلکو د عزت، وياړ او سرلوړۍ سمبول دى.
په دې غونډه کې چې په ملي موزيم کې جوړه شوه؛ يوشمېر دولتي مقاماتو، شاعرانو، ليکوالو، هنرمندانو او نورو فرهنګيانو ګډون لاره.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد د تاريخ لوړو ژور ته په پام سره، ملي بيرغ د افغانستان د خلکو د عزت، وياړ او سرلوړۍ سمبول وباله او ويې ويل: د زمري٧ مه د ملي بيرغ ورځ نومول شوې ده، هر هېواد خپل ټول عزت، هويت او وياړ په خپل ملي بيرغ کې ويني، موږ هم خپل ملي بيرغ د افغانستان د خلکو د اقتدار، وياړ، عزت او سرلوړۍ سمبول بولو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه: سره له دې چې موږ کلونه کلونه  په بېوزلۍ، بدبختۍ، جګړو او نا امنيو کې تېر کړي دي، خو دغه بيرغ تل رپاند و او د دغه بيرغ د رپيدو دليل د هغو زرګونو کسانو سرښندنې وې چې خپل ځانونه يې د وطن د ساتنې او د دغه بيرغ د رپولو په خاطر قرباني کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې وزارت د دغې غونډې په جوړولو سره وغوښتل خپله ونډه او پور د هېوادپالنې په ژوندي ساتلو کې ادا کړي.
هغه په ملي موزيم کې د دغې غونډې جوړېدو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې ملي موزيم د آثارو ملي خزانه او د يو هېواد تېر هويت دى، په همدې دليل دغه غونډه په ملي موزيم کې جوړه شوه چې راتلونکى نسل له خپل ملي موزيم او خپلو تاريخي وياړونو سره بلد شي
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر خپرونو د څار رييس سيد جعفر راستين، د افغانستان د ملي بيرغ پر تاريخچې خبرې وکړې او په دې برخه کې يې  تصويري معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې شفيع بابرزى، مهري کبيري، قمبرعلي تابش، صفيه صديقي، مرسل حبيب احمدزۍ او محمود جعفر هغه شاعران وو چې د ملي بيرغ او وطندوستۍ په مناسبت يې خپل شعرونه ولوستل.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي تياتر او موسيقۍ رياستونو هنرمندانو خپل هنري کارونه او يو شمېر ځوانانو ملي جامې نندارې ته وړاندې کړي.
د دغو پرتمينو مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير او د مراسمو ګډونوالو د هېواد ملي بيرغ د ملي موزيم په انګړکې پورته کړ.
کابل / د زمري
۷ مه / باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۶
Background image

هرات کې د فریلانسینګ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د فریلانسینگ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي؛ دا پروګرام د ځوانانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۵۵
Background image

د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د غزني او پکتیا ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۸
Background image

کوهبند ولسوالۍ کې د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري کوهبند ولسوالۍ اړوند شنکاخېل په سیمه کې (د شعرونو له شور سره د توت دودیزه مېله) په نوم د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه، چې پکې علماوو کرامو، ګڼ. . .

BACK TO NEWS