محمد طاهر زهير د هرات له فرهنګيانو سره په کتنه کې: مرسته وکړِئ چې فرهنګ له څنډې څخه متن ته راشي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۸:۴۳
محمد طاهر زهير د هرات له فرهنګيانو سره په کتنه کې: مرسته وکړِئ چې فرهنګ له څنډې څخه متن ته راشي


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست هرات ته د خپل سفر د پروګرام په دوام، پرون د هرات له يوشمېر فرهنګيانو، ليکوالو او هنرمندانو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د هرات والي سېد عبدالواحد قتالي هم حاضر و؛ په دغه ولايت کې په فرهنګي ډګر او په ځانګړې توګه د تاريخي آثارو او آبداتو په برخه کې يې شته ستونزې بيان کړې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه يې وغوښتل چې په يادو برخو کې هرات ته زياته پاملرنه وشي.
قتالي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته وويل: هرات دې د هېواد د تمدن او فرهنګ د مرکز په توګه وپېژندل شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د مايکل باري له خولې ( هرات د اسلامي تمدن فلورانس) وباله او ويې ويل: د هرات ادبي متون او  عرفاني سرچينې په ټوله نړۍ کې د وياړ دي.
زهير د هېواد ٤٠ کلن بحران د دې سبب وباله چې فرهنګ څنډې ته شو او د هرات له فرهنګيانو يې وغوښتل چې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرسته وکړي چې فرهنګ له څنډې څخه متن ته راشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هرات له خلکو او سيمه ييزې ادارې څخه وغوښتل چې د تاريخي او لرغونو آثارو او فرهنګي منظرو په ساتنه کې زياته همکاري او پاملرنه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزير، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس له پاملرنې او ملاتړه قدرداني او مننه وکړه او په راتلونکو پنځو کلونوکې يې د فرهنګي خوځښت خبر ورکړ.
په دغه پروګرام کې محمد داوود منير، داوود عرفان، توحيد رحماني او د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان هم ويناوې وکړې او خپل فعاليتونه، لاسته راوړنې او ستونزې يې بيان کړي.
کابل / د زمري ٢٤مه / باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS