میدان وردګو کې د عمر راډیو په نوم یوې راډیو نشرات پیل کړل

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۸
..

د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې عمر راډیو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې خپرونې پیل کړې.
د عمر راډیو مسؤل حکمت الله الیاس وویل: د رسنیو مسؤولیت یوازې خبر رسول نه دي، بلکې د پوهاوي لوړول، د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنه او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کول هم د رسنیو اساسي دنده ده. نوموړي زیاته کړه، چې عمر راډیو به د متوازنو او ګټورو خپرونو له لارې د ولس غږ تر مسؤلینو ورسوي او د حکومت او ولس ترمنځ به د باور او همغږۍ فضاء د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وویل: رسنۍ د ټولنې د فکري ودې، عامه پوهاوي او سالمو ارزښتونو د ترویج مهم بنسټونه دي. نوموړي زیاته کړه، چې د عمر راډیو پرانیسته د میدان وردګ ولایت لپاره یو مهم رسنیز پرمختګ دی او کولای شي، چې د اسلامي، علمي او فرهنګي خپرونو له لارې د ولس په پوهاوي او روزنه کې اغیزمن رول ولوبوي. 
ښاغلي مجاهد د اسلام له نظره د ژورنالیزم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: چې رسنۍ د نننۍ ټولنې لپاره د ښوونیزو مرکزونو حیثیت لري. 
د یادونې وړ ده، چې عمر راډیو به د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ څخه په څلوریشتو ساعتونو کې ۱۵ ساعتونو لپاره خپل نشرات ترسره کوي.

۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۲۰:۲۴
Background image

د ځوانانو چارو ریاست او (۳۰)خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

سه شنبه د ( ۱۴۴۸ صفرالمظفر ۶مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو ساتنې لوی ریاست اړوند د ځوانانو چارو ریاست او د (۳۰) خصوصي پوهنتونونو ترمنځ زده کړیالانو ته د تخفیف په برخه کې  د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون غړو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین سره وکتل

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون غړو، د خپرونو چارو معينيت مقام د لارښوونې او د دې کمېسیون د تېرې غونډې د پرېکړې پر اساس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معينيت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۲
Background image

د لغمان او ننکرهار ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د لغمان او ننګرهار ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د ګرځندوی صنعت د ودې، د سیلانیانو د جذب او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
د لغمان د. . .

BACK TO NEWS