نورستان کې ګڼ شمېر خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو
د نورستان اطلاعاتو او کلتور ریاست او د افغانستان خپلواکو خبریالانو اتحادیې په ګډو همکاریو د روغتیا، ډیجیټل خوندیتوب او اقلیمي بدلونونو په اړه ۲۰ تنو خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسؤلینو وویل: د دغه ډول روزنیزو سیمینارونو موخه د خبریالانو مسلکي ظرفیت لوړول، د ډیجیټل خوندیتوب په اړه د پوهاوي زیاتول او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه د رسنیو رول پیاوړی کول دي، چې په راتلونکي کې به هم دا ډول پروګرامونه جوړول دوام وکړي.
دغه راز مسؤلینو د رسنیو ارزښت او مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ خبریالان د ټولنې د پوهاوي کچې په لوړولو کې مهم رول لري او دا ډول روزنیز سیمینارونه د دوی د وړتیاوو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
ګډونوالو دغه ډول روزنیز پروګرامونه جوړول مهم وبلل او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکې کې هم ورته پروګرامونه دوام ومومي.
۱۴۴۷/۸/۲۴ هـ ق
