ټولنه کې د فرامینو لا ښه پلي کولو په موخه د کونړ ولایت ځایي رسنیو سره ناسته وشوه
د کونړ اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دې ولایت ځایي رسنیو مسؤلینو او يوټيوب چلوونکو سره په ټولنه کې د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) له لوري د صادر شویو فرامینو د لا ښه پلي کولو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې مسؤلینو د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) له لوري د صادر شویو فرامینو په اړه خبرې وکړې او د رسنیو مسؤلینو او يوټيوب چلوونکو څخه یې وغوښتل چې د خپلو رسنيو له لارې د فرامینو څخه د ولسونو خبریدا او عامه پوهاوي په موخه لا ډېرې هڅې وکړي.
دغه راز د سيمه ايزو رسنيو مسوولينو او يوټيوب چلوونکو ژمنه وکړه، چې په یادو برخو کې به پوره همکارۍ کوي او دا يې خپل مسووليت وباله.
د يادونې وړ ده، چې په دغې ناسته کې د ځایي رسنیو او يوټيوب چینلونو د محتوا ارزونه هم وشوه.
۱۴۴۷/۸/۱۷ هـ ق
