پروان کې د امـارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۶
..

د پروان ولایت والي شيخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور رئیس په شتون کې د امـ..ارتي ادارو له وياندويانو، د رسنيو استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د پروان والي شيخ عزیزالرحمن منصور د رسنيو د مقام او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: مثبت خبر خپرول ټولنه مثبت لوري او روښانتيا پر لور بيايي، باید هڅې وشي او داسې خبرونه خپاره شي، چې د خلکو او ټولنې اړتیا پوره کړي او پر حقایقو ولاړ خبرونه وي، د رسنيو له لارې له کفارو سره مقابله او مبارزه خپله يو ډول جــ..هاد دی، چې دا د نړۍ يو له اهمیت لرونکو کارونو څخه دی.
د ناستې په لړ کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس وويل: په تېرو پنځو کلونو کې رسنيو او خبريالانو د نظام ملاتړ کړی او تل يې د خلکو او نظام ترمنځ د اړيکو د پله په توګه کار کړی دی، د خلکو پيغامونه يې نظام ته او د نظام پيغامونه يې خلکو ته رسولي دي.
د رسنيو استازو، خبريالانو او د امــ..ارتي ادارو وياندويانو او مطبوعاتي مسوولانو هم خپلې ستونزې، وړانديزونه او نظرونه شريک کړل، چې د مسوولينو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګند شو.
۱۴۴۷/۱۰/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS