پروان کې د کتاب یو ورځنی نندارتون ترسره شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۸
...

د پروان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د عامه کتابتون مدیریت له‌ لوري د جبل‌السراج ولسوالۍ اړوند د هلکانو په عالي لېسه کې د کتاب یو ورځنی نندارتون ترسره شوه، چې پکې د حکومتي ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر زده‌ کوونکو ګډون کړی وو. 
د اطلاعات او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: دغه نندارتون د مطالعې دود د پیاوړتیا او مطالعې ته د زده کوونکو هڅونې په موخه جوړ شوی و، د فرهنګ او ګرځندوی آمر د کتاب د ارزښت او ګټو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعې حافظه او ذهن قوي کوي، د رواني او فکري ستونزو د حل توان زیاتوي او د لوستلو او لیکلو مهارتونه پیاوړي کوي.
د جبل‌السراج ولسوالۍ د پوهنې آمر هم د کتاب د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د پوهانو په وینا؛ کتاب د انسان تر ټولو غوره ملګری دی، چې د لوستونکو علمي پانګه ډېروي.
د اطلاعات او فرهنګ ریاست د عامه کتابتون عمومي مدیر وویل: په دې نندارتون کې لسګونه بېلابېل عنوانونو درلودنکي کتابونه نندارې ته اېښودل شوي او زده‌ کوونکي کولای شي، چې د خپلې خوښې کتابونه انتخاب او د مطالعې په موخه د ولسوالۍ کتابتون ته مراجعه وکړي.
په ورته وخت کې یو شمېر زده‌کوونکو د دې نندارتون هرکلی وکړ، دغه اقدام یې د مثبت ذهنیت په جوړولو کې مهم یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې مطالعه به د خپل ژوند له اساسي اړتیاوو څخه ګڼي.
۱۴۴۷/۴/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۰
Background image

فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې ولایت د څلورو ولسوالیو له ولسوالانو سره ولیدل

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اندخوی، خان‌چهارباغ، قرغان او قرمقول ولسوالیو له ولسوالانو سره ولید.
په دغو ناستو کې د شل کلنې جهاد دورې د شهیدانو د ژوندلیکونو، سوانحو او آثارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د څلورمې ناحیې د بره کي سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS