پکتیا او نیمروز ولایتونو کې خبریالانو ته روزنیز سیمینارونه وړاندې شول

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۴۶
..

د پکتیا او نیمروز ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او د افغانستان ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې له لوري د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینارونه وړاندې شول.
مسؤلینو د رسنیو پر ارزښت او مسؤلیتونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ رسنۍ او خبریالان د ټولنې عامه اذهانو په جوړولو کې مهم رول لري، له دغه ډول سیمینارونو څخه موخه د عامه افکارو جوړونې او روزنې لپاره د خبریالانو روزل دي.
مسؤلینو زیاته کړه؛ د خبریالانو ظرفیت لوړونې او مسلکي روزنې لپاره ورته نور پروګرامونه هم په پام کې لري.
خبریالانو یاد سیمینار په کاري ساحه کې ګټور او مهم وباله او له اړوندو ادارو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د خبریالانو مسلکي روزنې لپاره اړتیا ده، دغه ډول نور پروګرامونه هم جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغو روزنیزو سیمینارونو کې خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند موضوعاتو، روغتیايي ژورنالېزم، د خبر د کره‌کتنې، د ژورنالېزم اخلاقو، حقیقت موندنې او ډیجیټلي امنیت په اړه معلومات وړاندې شول.

۱۴۴۷/۸/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۱۴
Background image

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته سفر وکړ

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې د رسنیو مسؤلینو سره ولیدل او د اندخوی ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه یې لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کتابونو ارزونه او د لیکوالانو د حقوقو ساتنه

د تیر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د کتاب ارزونې کمېسیون له لوري(۱۵۵۲۵) ټوکو صادره او وارد شویو کتابونو ارزونې ترڅنګ د (۳۷۰) ټوکو بېلابېلو لیکل شویو کتابونه ارزونه هم شوې ده.
له خصوصي کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

د کتابونو چاپ او خپرول

د تیر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله کتاب (مجاهدینو ته لارښوونې) ۷۰ زره ټوکه چاپ او ویشل شوی دی.
دغه راز د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست. . .

BACK TO NEWS