پکتیا کې د مقاله لیکنې تقریري او تحریري سیالۍ پایلې اعلان او علمي سیمینار وړاندې شو 

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۰
..

پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د مقاله لیکنې تقریري او تحریري سیالۍ پایلې اعلان او د مقاله لیکنې په اړه علمي سیمینار وړاندې شو. 
مسؤلینو د مقاله لیکنې دغه سیالي د فکري جګړې او اسلامي عقیدې په اړه د ځونانو د معلوماتو لا زیاتول وبلل او زیاته یې کړه؛ ليکوالانو او قلموالو ته اړینه ده، چې د قلم په وسیله د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) احکام، فرامین او هدايات تر نورو ولسونو ورسوي او د اسلامي امارت لاسته رواړنو او فعالیتونو ته په ښه توګه انعکاس ورکړي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د دا ډول سیالیو پربنسټ قلمي او فکري مبارزه پیاوړې کیږي او په یاده سیالۍ کې ۳۰ تنو مقاله لیکوونکو ګډون کړی وو، چې مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو مادي ډالیو وستایل شول.
په یاده سیالۍ کې مقاله لیکونکو د اسلامي نظام پیاوړتیا، د ټولنې په اصلاح کې د ځوان مسلمان مسؤوليتونه، د اسلامي امارت لاسته راوړنې، ښیګڼې او غوره والی، فکري جګړې اغیزې او حلارې، انساني قاچاق، ناوړه دودونو مخنیوی، د حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) اخلاق، دیني او عصري زده کړې او د ځوان نسل روزنې په اړه بېلابېلې مقالې لیکل شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د مقاله لیکنې علمي سیمینار په برخه کې د لیکوالۍ، مقاله پېژندنې، مقالې ډولونو، مقالې جوړښت او د یوې ښې مقالې لیکنې په اړه هم معلومات وړاندې شول.

۱۴۴۷/۸/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS