پکتیا کې د نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۸
...

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د دغه ولایت د جرګو په تالار کې نښتر کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتیق الله عزیزي، د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د پکتیا ولایت والي الحاج ملا مهر الله حماد، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د امارتي ادارو مسؤلینو، شاعرانو، لیکوالانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو.
د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: له کلونو وروسته په هېواد کې شعر، ادب، فرهنګ، او ملي ارزښتونو ته په پراخه کچه کار روان دی او لا یې هم د معیاري توب هڅې کیږي، ښاغلي عزیزي د پکتیا شاعرانو او فرهنګپالانو هڅې وستایلې او له دوی څخه يې وغوښتل، چې په خپلو شعرونو او غونډو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرامین پلي کړي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د اسلام او کلتور سره په ټکر کې وي. 
دغه راز د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل: له مشاعرې جوړولو څخه موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ٢٢ مه ګڼه (د مشاعرو د تنظیم) فرمان پلي کول، د قلم په ژبه د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل، د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د شاعرانو یو ځای کول، د ادب ډګر ګرم ساتل او د شاعرانو استعداد غوړېدل دي، چې د پخوا په پرتله مشاعرې معیاري او د خلکو ګډون پکې د پام وړ زیات شوی دی. 
شاعرانو او ترانه ویوونکو د مشاعرې له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او له اړونده مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې د دوی لپاره یې د مشاعرو او ادبي بنډارونو غوره زمینه برابره کړې ده، شاعرانو او ترانه ویوونکو په خپلو شعرونو کې د اسلامي شریعت احکامو پلي کول، د اسلامي نظام ټینګښت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرامینو او لارښوونو په بشپړه توګه پلي کول او د یووالي او هېواد پالنې احساسات د شعر په ژبه ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې نښتر کلنۍ دودیزه مشاعره هرکال د زرګونه ګډونوالو او شاعرانو په شتون کې د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ترسره کیږي.

۱۴۴۷/۵/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۰
Background image

فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې ولایت د څلورو ولسوالیو له ولسوالانو سره ولیدل

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اندخوی، خان‌چهارباغ، قرغان او قرمقول ولسوالیو له ولسوالانو سره ولید.
په دغو ناستو کې د شل کلنې جهاد دورې د شهیدانو د ژوندلیکونو، سوانحو او آثارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د څلورمې ناحیې د بره کي سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS