پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
.

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسنیو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی او د یادې راډیو له جوړېدو څخه موخه د ولس غږ تر مسؤلینو رسول، په بېلابېلو برخو کې ولس ته اطلاع رسول او د فرهنګي ارزښتونو پیاوړتیا ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د یادې راډیو فعالیت پیلول د رسنیز ډګر د پراختیا لپاره مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ د عامه پوهاوي، ټولنیز یووالي او د ولسي ستونزو د انعکاس په برخه کې مهم رول لري.
د (پکتیا جرګه) راډیو د نشراتو مسؤل وویل: دغه راډیو به هره ورځ ۱۸ ساعته بېلابېلې خپرونې وړاندې کوي، چې په دغو خپرونو کې به د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنو او فعالیتونو رسنیز کول ترڅنګ، دیني، سیاسي، فرهنګي، روغتیایي، ښوونیز او ټولنیزې خپرونې وړاندې کول هم شاملې وي.
نوموړي زیاته کړه، د جرګه راډیو کارکوونکي هڅې کوي، چې د ولس غوښتنو ته په اصولي بڼه انعکاس ورکړي او د رسنیو له لارې د خلکو او مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په پکتیا ولایت کې دا پنځمه راډیو ده، چې په رسمي ډول فعالیت پیلوي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS