پکتیا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه غونډه ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۹
..

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو او فرهنګ او هنرستان ریاستونو په ګډې همکارۍ د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې د خوښیو، خفګان او همدا راز حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د ښه تطبیق په موخه غونډه وشوه. چې په دې غونډه کې اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د پکتیا مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري، د هنرستان رئیس مفتي محمد لعل منیب، دیني علماوو، قومي مشرانو، خطاطانو، نقاشانو او د امارتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري د ښه راغلاست وینا وکړه او زیاته یې کړه؛ چې دا ډول غونډې د فرامینو او حکمونو د تطبیق په برخه کې اغېزمن رول لري.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي وویل: اسلام یوازینی دین دی، چې د بشر حقونه په پوره مانا پکې خوندي دي، د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي، چې په ټولنه کې د شته ناوړه رواجونو مخه ونیسي، د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو پالل بد او ناوړه فرهنګ دی.
د هنر او فرهنګ معین له مسوولینو، دیني علماو، قومي مشرانو او ځوانانو څخه وغوښتل، چې د اسلامي شرعي نظام د ساتلو، په ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړلو او د مشرتابه د فرامینو ښه تطبیق په موخه ګډه کار وکړي، تر څو په ټولنه کې شته ناخوالې او ناسم دودونه له منځه لاړ شي او په بشپړه توګه اسلامي شریعت تطبیق شي.
د پکتیا مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل: د ژوند هر چاره باید د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کې تر سره شي، نوموړي له لیکوالانو او شاعرانو څخه وغوښتل، چې د ۱۷مې ګڼې فرمان تطبیق او د اسلامي نظام ساتنې او دفاع په برخه کې پوره هڅې وکړي.
همدارنګه په غونډه کې د پکتیا ولایت قومي مشرانو او مخورو هم وویل: د مشرتابه فرامین، حکمونه او هدایت د اسلامي شریعت مطابق جوړ شوي دي، دوی ډاډ څرګند کړ، چې د ناسمو دودونو له منځه وړلو او د فرامینو د تطبیق په برخه کې به پوره هڅې وکړي.

۱۴۴۸/۵/۱ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د خپرونو چارو معین د کونړ له خبریالانو سره ځانګړې ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او ورسره مل پلاوي کونړ ته د سفر پرمهال له خبریالانو سره په ځانګړې ناسته کې د هغوی ستونزې، کاري ننګونې او وړاندیزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۹
Background image

پکتیا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه غونډه ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو او فرهنګ او هنرستان ریاستونو په ګډې همکارۍ د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې د خوښیو، خفګان او همدا راز حج او عمرې څخه د. . .

BACK TO NEWS