پکتیا کې له قلموالو مبارزو ځوانانو سره د همغږۍ غوڼده وشوه
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د قلموالو او مبارزو ځوانانو تر منځ د فکري او رسنیزې مبارزې پیاوړتیا، یووالي او همغږۍ په موخه غوڼده وشوه، چې ګډونوالو ته د رسنیزې مبارزې او د انټرنیټي خوندیتوب په اړه معلوماتي سیمینار هم وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو وویل: قلموال ځوانان په رسنیز ډګر کې لوی مسؤلیت لري او دغه مسؤلیت باید په غښتلي توګه د نظام د پالیسۍ مطابق ترسره کړي.
مسؤلینو زیاته کړه؛ په رسنیز ډګر کې د مبارزو ځوانانو فعالیت باید امارتي ادارو سره په همغږ،ۍ او پر حقایقو ولاړ وي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دغه برخه کې د مبارزو ځوانانو بشپړ ملاتړ کوي.
د غونډې په لړ کې ګډونوالو د ښې همغږۍ، یووالي، فکري او قلمي مبارزې د لا ښه والي په موخه نظرونه شریک کړل او خپلې غوښتنې او ستونزې یې له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لوري د پوره همکاریو ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۷/۹/۱۹ هـ ق
