پکتیکا او سرپل ولایتونو کې خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۳:۱۳
..............

د پکتیکا او سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او د یادو ولایتونو د خپلواکو خبریالانو ټولنې په همکارۍ د سیمیزو رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د ولایتي ادارو ویاندویانو ته یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو.
مسؤلینو د سیمینار جوړول یو ارزښتمند او اړین ګام وباله او ویې ویل: رسنۍ د ولسونو او نظام ترمنځ د اړیکو پل دی او د عامه پوهاوي ستر مسئولیت پر غاړه لري، خبریالان باید د اقلیمي بدلون، روغتیا او ډیجیټلي خوندیتوب په برخو کې بشپړه پوهه ولري، تر څو وکولای شي کره، ګټور او مسئولانه معلومات خلکو ته ورسوي.
د مسؤلينو په وينا؛ په راتلونکې کې به د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته ورته نور سیمینارونه هم جوړ کړي.
د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو د دې سیمینار د جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د ظرفیت د لوړولو او د پېښو د انعکاس د کیفیت د ښه والي لپاره غوره اقدام وباله او په راتلونکي کې د دا ډول نورو پروګرامونو جوړولو د دوام غوښتونکي شول.
په یاد سیمینار کې د چاپېریال ساتنې، روغتیایي خبریالۍ، حقیقت موندنې او ډیجیټل خوندیتوب په اړه معلومات وړاندې شول. 

۱۴۴۷/۸/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS