ځوانانو ته د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو
د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې سلګونو تنو ځوانانو ته د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې مسؤلینو د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: که غواړو چي په ټکنالوژۍ، اقتصاد، سیاست او بېلابېلو برخو کې پرمختګ وکړو، نو لوړو زده کړو ته باید مخه کړو، ځکه د نړۍ پرمختللي هېوادونه د زده کړو په وسیله پر کمزورو او شاته پاتو هېوادونو واکمنۍ کوي، هغه ځوانان چې د علم زده کړې ته ځانګړی وخت ورکوي په ژوند کې به یې د هرې ورځې په تېریدو مثبت بدلون رامنځته کیږي، اوس مهال لله الحمد د زده کړې لپاره غوره زمینه برابره شوې ده، ځوانان باید د هېواد د پرمختګ په موخه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د سیمینار ګډونوالو دا ډول سیمینارونه زده کړو ته د ځوانانو د هڅولو په برخه کې اغیزمن وبلل او غوښتنه یې وکړه، چې د دې ډول پروګرامونو جوړیدو بهیر دې دوامداره وساتل شي.
۱۴۴۷/۷/۲۹ هـ ق
