کاپیسا کې له کتاب پلورونکو، خپرندویانو او لیکوالانو سره ناسته وشوه 

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۱:۱۳
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کتاب پلورونکو، خپرندویانو، لیکوالانو او د فوتو کاپي مرکزونو له مسؤلینو سره په خپرنيزو چارو کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو وویل: هر کتاب باید له چاپ څخه وړاندې د کتاب ارزونې کمېسیون ته وړاندې شي، لیکوالان او خپرندویان باید د کتاب لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د ISBN   شمېره واخلي، ترڅو د کتابونو د چاپ او خپرېدو بهیر منظم او قانوني شي، د لیکوالانو حقوق خوندي پاتې شي او له غیرقانوني کړنو څخه مخنیوی وشي.
دوی له خپرندویانو، لیکوالانو، کتاب پلورونکو او د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د کتاب چاپ او خپرېدو اصولو پوره مراعت کړي.
ورته مهال خپرندویانو، لیکوالانو، کتاب پلورونکو او د فوتوکاپي مرکزونو مسؤلینو د دې ناستې له جوړېدو څخه مننه وکړه او د خپرندوی او لیکوال د حقوقو د خوندي کولو په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۱۷
Background image

جلریز کې ١٣ مه ګڼه فرمان تشریح شو

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري ګڼ شمېر ولسي وګړو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌ الله)  ۱۳مه ګڼه (د انساني قاچاق مخنیوی) فرمان تشریح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS